دا سیالۍ، چې د پلاتو ایالت د پخواني پارلماني استازي محمد آدم الکالی په هڅو تنظیم شوې، د ۲۰۲۵ کال په اګست میاشت (د روان کال زمري) کې به ترسره شي. دا پیښه به د پلاتو ایالت په مرکزي ښار جوس کې پیل شي او نهائي سیالۍ به ئې د نیجریه په پلازمېنه ابوجا کې ترسره شي.
الکالي په یوه خبري ناسته کې د سوکوتو د عثمان دانفودیو پوهنتون د اسلامي مطالعاتو مرکز له قوي ملاتړ څخه مننه وکړه. هغه د دغو سیالیو موخه د اسلامي ارزښتونو او یووالي وده وبلله او قرآن کریم ئې د مسلمانانو لپاره د معنوي ژوند د لاسته راوړلو لپاره د لارښوونې څراغ وباله.
د سیالیو د تنظیمولو کمیټې مشر ګواني صادق زامفاره ډاډ ورکړ چې د بریالۍ پیښې د تضمین لپاره ټول چمتووالي په سمه لار روان دي.
تمه کیږي چې په دې پیښه کې د نیجریې، کامرون، ګانا، چاد، سینیګال، کینیا، تانزانیا، موریتانیا، نیجر، مصر، مراکش، لیبیا، الجزایر، سعودي عربستان، کویت، قطر، ملایشیا، بریتانیا، متحده عربي اماراتو او متحده ایالاتو استازي ګډون وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4279995